د لاس رسي وړ اتصالات

ملالی کاکړ - د کندهار په ټول ښار کې یوازینۍ ښځینه پولیسه


د کندهار په ښار کې یوه پیژندل شوې ښځینه پولیسه ووژل شوه. ملالی کاکړ په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه وروسته د کندهار د ښځینه پولیسو مشره وه.

د کندهار د والي ویاند وایي ملالی کاکړه د یکشنبې په ورځ له خپله کوره د دفتر په لور په موټر کې سفر کاوه چې ډزې پرې وشوې او ووژل شوه او د هغې اتلس کلن زوی سخت ټپي شو.

ملالی کاکړه ی وڅلویښت کلنه وه او د کندهار په ښار کې د ښځو په وړاندې د جرمونو د مخنیوي د دپارتمنت مشره وه.

طالبانو ادعا کوي چې ملالی کاکړه د دوی لخوا وژل شوي ده.

ملالی کاکړې په خپلې یوې مرکې کې ویلي وو چې پلار یې په هغې د افغانستان د هغې اتلې ملالی نوم ایښی دی، چې د انگلیسي ښکیلاکگرو سره په جگړه کې یې په خپله چیغه د افغاني زلمیانو ولولې تودې کړې وې.

ملالی چې د یوه نظامي افسر لور وه، پنځلس کلنه وه چې د خپل پلار د غوښتنې په اساس یې نظامي تمرینونه پیل کړې وو.

ملالی هغه وخت له خپلې دندې لاس په سر شوه چې کله طالبانو کندهار ونیو. د هغې په وینا هغه وخت له کندهاره پاکستان ته ولاړه کله چې هغه خبره شوه چې طالبان یې د پولیسو د پخوانۍ دندې په جرم د نیولو قصد لري.

د طالبانو په دوران کې ښځو اجازه نه درلوده چې د محرم نارینه نه پرته له کوره د باندي ووځي.

د طالبانو د دوران د ختمیدو نه سمدستي پس ملالی بیرته کندهار ته راغله او او په ډیره لیوالتیا یې په سختو شرایطو یو ځل بیا خپله پخوانی وظیفه پیل کړه.

په هغو لومړنیو ورځو کې د کندهار په ټول ښار کې ملالی یوازینۍ ښځینه پولیسه وه او نه یوازي یې ټولې ښځینه جنایي چارې پر مخ بیولې بلکې د کندهار د ښځینه زندان مسؤلیت هم د هغې پر غاړه و.

ملالی واده کړې وه او د شپږو ماشومانو مور وه خو بیا هم څلورویشت ساعته د هیواد په خدمت کې وه، ډیری ورځې به یې پنځلس ساعته کار کاوه.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ملالی کاکړې په وژنې ژور خپگان ښودلی دی. په همدې ډول اروپایي ټولنې هم د ملالی وژنه یو ظالمانه کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG