د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس مشرانو د مالي کړکیچ د هوارولو په لاره کې 'یوې ازمایښتي هوکړې ته ورسېدل'


د امریکا د کانگرس غړي وايي هغوی د اوسني ستر مالي کړکېچ د هوارولو په خاطر، د اوه سوه میلیاردو ډالرو د لگولو په اړه، د حکومت لپاره یوې ازمایښتي هوکړې ته رسېدلي دي.

د ولسي جرگې مشرې نانسي پلوسي وویل دا پلان اوس هم ځینو کارونو ته اړتیا لري.


د کانگرس مشرانو د یکشنبې په سهار، د خزانې له وزیر، هنري پاولسن سره له یو لړ پر له پسې غونډو وروسته اعلان وکړ چې د مالي کړکیچ د هوارولو په لاره کې یوې ازمایښتي هوکړې ته ورسېدل. د امریکا د ولسي جرگې مشرې، نانسي پلوسي وویل:

نانسي پلوسي: " موږ یو ستر پرمختگ وکړ. موږ باید دا موافقه پر کاغذ درج کړو نو بیا به رسمي هوکړه ‍شي.‏"‎

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر، هنري پاولسن په دې باور دی چې دا یو ډېر ښه پلان دی:

‏" موږ په یو ډېر مهم کار سره پیل کوو، یو داسې کار چې مارکیټونه با ثباته او ټول امریکاییان خوندي کړي. په داسې توگه چې مالیه ورکوونکي د امکان تر حده پورې له زیانه وساتل شي.‏"‎

په دغه وړاندیز کې د هغه شرکتونو د اجرائیه هیئت پر ځانگړو گټو باندې محدودیتونه لگول شوي چې له دې پروگرام څخه گټه اخلي او حکومت هم اړ ایستل شوی چې خلک دې د هغو د کورونو د لاسه تلو څخه وژغوري.

حکومت همدا راز کولای شي په هغو شرکتونو کې چې له مرستو برخمن کیږي، اسهام یا ونډې هم واخلي.

د اې بي سي ټلویزیوني چینل د یوې خپرونې له مخې، د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکی کاندید جان مکین هیله من دی چې ددې پلان ملاتړ به وکړي.

جان مکین: "دا هغه څه دي چې موږ ټول به یې له ستوني تېروو او له هغه سره به پر مخ ځو. دا چې هېڅ ونشي او همداسې پاته شي، دا خو د منلو نه ده.‏"‎

د مکین دیموکرات سیال، سناتور براک اوباما هم په احتیاط سره ددې اقدام ملاتړ کړی خو غواړي چې هېواد یې په دې لاره کې له تېرو کړو څخه عبرت واخلي.

سناتور براک اوباما: " تر هغو چې موږ خپل د شلمې پېړۍ کاري نظام د یوویشتمې پېړۍ په نړېوال مالي نظام بدل نه کړو، موږ به بیا هم دداسې شرایطو له امله زیان وینو."‎

د کانگرس مشران هیله من دي چې ولسي جرگه دا پلان نن دوشنبې او د سنا مجلس یې د اونۍ په وروستیو کې تصویب کړي.

XS
SM
MD
LG