د لاس رسي وړ اتصالات

بش واېې د ده پلان د مالى شخړو د اصلى عواملو چاره کوي


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش کانگرېس دېته هڅوى چې دامرېکا مالى څانگى ته اوه سوه ملېارده ډالره ورکړى چې د اقتصاد په نورو برخو کې د ستونزو دخورېدلو مخنېوى وشى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د دوشنبى په ورځ مخکى له دېنه چې په امرېکا کې د اسهامو په بازار کې پېرل اوپلورل پېل شى دا خبرى وکړى.

رپوټ واېې ښاغلى بش غوښتل پانگه لگوونکې په دې ډا ډه کړى چى که څه هم ددغى مسودې منظورول په کانگرېس کې ددواړو گوندونو د سختو مذاکراتو نتېجه ده خو سره له دى به هم داقتصادى شخړو د بنېادى عواملو چاره وکړى.

ښاغلى بش ووېل دا وه سوه ملېاردو ډالرو دغه مسوده چې منظور شى دابه په امرېکا کې د اقتصادى بازارونو او په گرده نړى کې اقتصادى او مالى څانگو ته ېو غښتلى پېغام ور واستوى چې امرېکا په دې خبره کې په ټېنگه کار کوى چې په خپل مالى نظامى باور او اعتماد منځته راولى.

خو په نوره نړې کې پانگه لگوونکى په دې اندېښمن دى چې دا پلان به دامرېکا اقتصاد راپورته نکړى شى.

ټاکل شوېده چې دامرېکا اولسى جرگه نن په دغه ستره مسوده چې داقتصادى د ښه کولو لپاره وړاندې شوېده نن ناوخته راېې ورکړى.

رپوټ واېې چې داسېا مهم بازارونه او د بندېدلو په وخت کې ډېر ټېټ شوې وو. خو داروپا داسهامو بازارونه دورځې په نېمايى کې ټېټ ول.

XS
SM
MD
LG