د لاس رسي وړ اتصالات

اولمېرت: اسراېېل باېد له زېاترو اشغالى سېمونه ووزي


د اسراېېلو صدر اعظم اېهود اولمېرت واېې که چېرې اسراېېل له فلسطېن سره سوله غواړى نو دوى به تقرېبا د لوېدېزې غاړى او ختېځ بېت المقدس له ټولى سېمى نه ووزى.

هغه خپل سېاسى درېځ چې د تېرو پنځه دېرش کلونو راهېسى پرې ولاړ دى اوس ېې بدلوى.

اولمېرت په هغه مرکه کې چې نن ددوشنبى په ورځ خپره شوه او خداى پامانى ېې پکى کړېده داسراېېلو ېوى ورځپاڼى ته ووېل چې دى د څو لسېزو راهېسى دېته لېوال نه و چې واقعېتونو ته په ژور ډول وگورى.

هغه دا هم ووېل چې پکارده داسراېېل دگولان له لوړو نه ووزى که غواړى چې له سورېې سره سوله وکړى.

اولمېرت د سېپتمبر په ٢١مه نېټه خپل استعفى اعلان کړه او توقع ده چې هغه وخت له خپلې وظېفى نه گوښه شى چې د کدېمه گوند نوى مشر خپله کابېنه اعلان کړى.


XS
SM
MD
LG