د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي طالبانو ته د خبرو دعوت ورکړ


جمهور رئیس حامد کرزي ویلي، غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

جمهور رئیس کرزي چې نن د کوچني اختر په لومړۍ ورځ یې په کابل کې له خبریالانو سرخ سره خبرې کولې، وویل چې د سعودي عربستان له پاچا نه یې غوښتنه کړې چې د سولې ددغو خبرو منځگړیتوب وکړي.

جمهور رئیس د طالبانو له رهبر ملا محمد عمر نه غوښتنه وکړه چې هیواد ته راستون شي او د خپلو خلکو د سولې او امنیت لپاره کار وکړي. ښاغلي کرزي ژمنه کړې چې که ملا محمد عمر اخند مذاکراتو ته غاړه کیږدي نو دی پخپله به هغه په افغانستان کې د ایتلافي او ناټو له قواوو څخه ساتي.

خو د طالبانو مشر په یوې اعلامیه کې له نړیوالو قواوو غوښتي چې له افغانستان نه ووځي.

له بلې خوا، ایتلافي قواوو ویلي، درې عسکر یې د افغانستان په جنوب کې د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

قواوو ویلي، دغه پیښه د دوشنبې په ورځ وشوه خو دقیق ځای او د وژل شوو عسکرو تابعیت ندی ښودل شوی. د پیښې په باب تحقیق روان دی.

XS
SM
MD
LG