د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د استخباراتو رئیس بدل شو


د پاکستان د پوځ یو پخوانی منصبدار ددغه ملک د استخباراتو د ادارې یا آی.ایس.آی د رئیس په توگه انتخاب شوی دی. پر آی.ایس.آی باندې تور دی چې له اسلامي تندلارو ډلو سره لاس لري.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني پرون ډگر جنرال احمد شجاع پاشا د آی.ایس.آی د رئیس په توگه اعلان کړ. احمد شجاع پاشا مخکې د پوځ د عملیاتو د قومندان په توگه دنده لرله.

د آی.ایس.آی پخوانی رئیس ډگرجنرال ندیم تاج و چې یو کال مخکې پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف پر دغې دندې گمارلی و.

متحده ایالات وايي، د آی.ایس.آی پر ځینو عناصرو شک لري چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې له طالبانو سره همکاري کوي.

متحده ایالات همدارنگه پر آی.ایس.آی تور لگولی چې د جولای په اوومه یې په کابل کې د هند پر سفارت باندې په حملې کې لاس درلود چې لږ تر لږه ٦٠ تنه پکې ووژل شول.

آی.ایس.آی د طالبانو په رامنځته کیدو کې مرسته کړې ده چې له ١٩٩٦ نه تر ٢٠٠١م کال پورې یې پر افغانستان حکومت وکړ.

اسلام آباد وايي، له آی.ایس.آی نه یې ټول هغه عناصر لرې کړي چې له طالبانو سره خواخوږي لري.

XS
SM
MD
LG