د لاس رسي وړ اتصالات

هندي پولیس د ملک په لویدیځ کې د دوو چاودنو په باب تحقیق کوي


د هند پولیس د ملک په ختیځه برخه کې د هغو دوو بمي چاودنو په باب تحقیقات کوي چې پرون د دوشنبې په ورځ یې لږ تر لږه اته تنه ووژل او ډیر نور یې زخمي کړل.

چارواکو نن وویل، د ترهگرئ په خلاف د مبارزې د پولیسو یوه ډلې د مهاراشترا د ایالت د مالگن ښارگوټي ته لیږل شوي چیرې چې د بم یوې چاودنې په له گڼې گوڼې نه پ ډک یوه مارکیټ کې اووه تنه ووژل.

د دوشنبې په ورځ یوه بل چاودنه د گجرات د موداسا په ښار کې وشوه چې یو ځوان هلک پکې ووژل شول.

چارواکو ویلي، ددغو چاودنو هدف د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د نفاق اچول دي.

XS
SM
MD
LG