د لاس رسي وړ اتصالات

په ډیرو اسلامي ملکونو کې نن کوچنی اختر دی


د نړۍ په ډیرو اسلامي ملکونو کې نن د کوچني اختر لومړنۍ ورځ ده.

په سعودي عربستان، ترکیه، افغانستان او د چین په ډیرو برخو کې مسلمانان نن اختر لمانځي. خو په ایران، الجزایر، انډونیزیا او یو شمیر نورو اسلامي ملکونو کې سبا د اختر لومړنۍ ورځ ده.

په عراق کې د سني مسلمانان نن د اختر لومړنۍ ورځ لمانځي خو شعیه عراقیان سبا اختر کوي. حکومت د مذهبونو تر منځ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د دواړو مذهبونو د اخترونو په ورځو کې رسمي رخصتي اعلان کړې ده.

پولیس وايي، په بغداد کې نن د موټر بم په یوه چاودنه کې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول.

په ترکیه کې د کردستان د آزادئ غورځنگ یا پي.کې.کې د اختر د ورځو په مناسبت د اوربند اعلان کړی دی.

د نایجریا په شمال کې پرون دوشنبه د اختر لومړنۍ ورځ وه.


XS
SM
MD
LG