د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیه افغانستان ته ١٨ الوتکې رسوي


د ایټالیې یو شرکت وايي، متحده ایالاتو ورته د ٢٨٧ میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرداد ورکړی چې د افغانستان هوايي قول اردو ته بار وړونکي الوتکې ورکړي.

د فاین مکانیکا د الوتکو جوړولو شرکت نن په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د لینیا قراردادي کمپنۍ به دغه ١٨ ترمیم شوې الوتکې افغانستان ته ورسوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوه الوتکې د لوړ رتبه مقاماتو د انتقالولو لپاره جوړې شوي دي.

دغه الوتکې به تر ٢٠١١ کال پورې افغانستان ته ورسیږي.

د ‏(جي - ‎222‏) دغه الوتکې لس ټنه بار، ٣٦ ناروغان او موټر انتقالولای شي.

دغه الوتکې تر ٢٠٠٥م کال پورې د ایټالیې هوايي قواوو استعمالولې.

XS
SM
MD
LG