د برتانیې د استخباراتو اداره (ایم.آی.سیکس) پدې باب تحقیق کوي چې څنگه ددغې ادارې یوه کامره چې محرم اسناد پکې و، د انټرنټ له لارې لیلام شوې او په ٣٠ ډالره پلورل شوې ده.
د سن ورځپاڼې لیکلي، یوه برتانوي سړي دغه کامره اخیستې او وروسته یې معلومه کړې چې په کامره کې د داسې کسانو نومونه، عکسونه او د گوتو نښانونه ثبت دي چې د ترهگرو گمان پرې کیږي.
د سیمې پولیس وايي، د موضوع په باب د یوه عام سړي لخوا له خبرېدو وروسته یې دغه کامره نیولې او د پیښې په باب تحقیقات کوي.