د لاس رسي وړ اتصالات

بیت الله مسعود 'نه دی مړ شوی'


طالبان هغه راپورونه ردوي چی وایی په پاکستان کې د تندلارې ډلې مشر وژل شوې دی.

د سه شنبې د ورځی رپوټونه وایی بیت الله مسعود د اوږدی ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

داسی ویل کیږی چی هغه د شکرې ناروغۍ نه رنځ وړو خو نور رپوټونه وایی هغه د پښتورگیو ناروغي هم درلوده.

بل پلو، پاکستاني مامورین وایی د امریکا یوی بې پیلوته الوتکې په شمالي وزیرستان کی پر یوه کور باندې برید کړی چی په نتیجه کی یی په هغه کور کی شپږ تنه وژل شوی دی.

مامورین وایی په وژل شویو کی بهرني تندلاري هم شامل دي.

دا سیمه د افغانستان سره سرحدی سیمه ده چی ویل کیږی طالبانو او القاعده پکی ځالی جوړی کړی دی.

XS
SM
MD
LG