د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمانان د یوې میاشتی عبادت نه وروسته د اختر د رخصتیو په نمانځنو بوخت دي


د نړی په هره گوښه کی مسلمانان د یوې میاشتی روژې او طاعت او عبادت نه وروسته د اختر د رخصتیو په نمانځنو بوخت دي.

مسلمانان دا ورځ د نمونځ په ادا کولو په خاص عبادت پیلوي. جوماتونه د خلکو نه ډک وي او جوپه جوپه خلک د اختر د نمانځه ادا کولو ته ورځي.

سږ کال دا ورځ د یهودیانو د نوي کال رخصتۍ سره چی د روش هه شه نه په نوم یادیږی برابر شوی دی.

د اختر لومړی ورځ پرون په افغانستان سعودي عربستان ترکیی او د چین مسلمانانو ونمانځله ځینی نور هیوادونه د اختر لومړی ورځ نن نمانځي.

XS
SM
MD
LG