د لاس رسي وړ اتصالات

بش نن په افغانستان کی د ناتو د قواو عمومی قوماندان سره ملاقات کوی


د متحده اېالاتو جمهور رېس جورج ډ بش نن ماسپښېن په افغانستان کی د ناتو د قواو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ مېکرنان سره ملاقات کوی.

دا ملاقات د بش د حکومت د ځېنو لوړ رتبه مامورانو دهغو څرگندونو تعقېب کېږی چه واېې د بش حکومت لگېا دی په افغانستان کی د امرېکا په خپله نظامی استراتېژئ باندی له سره غور کوی.

په کال ېو د پاسه دوه زره مېلادی کی د امرېکا په مشرئ په افغانستان باندی د نظامی ېرغل او د طالبانو د حکومت د زوال نه وروسته، سږ کال په افغانستان کی د خارجی قواو لپاره ېو وژونکی کال ثابت شوی دی.

په تېرو نهو مېاشتو کی د امریکې په مشرئ د اېتلافی قواو برابر دوه شل عسکر په جنگ کی وژل شوی دی.

له بلی خوا جمهور رېس حامد کرزي پرون د سه شنبی په ورځ اعلان وکړ دې تېار دی چه د طالبانو سره وگوری.

ښاغلي کرزي خبرېالانو ته ووېل چه د پوره دوو کالو نه را په دی خوا ېې په دې باب د سعودی عربستان د پاچا ملک عبدالله تر تماس نېولی دی او ورڅڅخه غواړی چه دافغانستان د حکومت او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر منځ دې د خبرو لپاره شراېط برابر کړی.

ښاغلي کرزي د طالبانو مشر خپل ا ورور وباله او وېې وېل ورڅخه غواړم چه دخپلو افغانو وروڼو د وژلو نه دې نورلاس واخلی او خپل ملک ته دې راشی چه د سولې او امنېت لپاره کار شروع کړی.

ښاغلي کرزي د ملا محمد عمر سره وعده وکړه که دسولې خبرو ته غاړه کېږدی نو په افغانستان کی به ېې د امرېکاېې او ناتو قواو نه خوندی وساتی.

د طالبانو مشر پرون د ښاغلي کرزي د وېنا نه لږ وروسته په ېوه مطبوعاتی وېنا کی دخارجی قواو نه وغوښتل چه دافغانستان نه دې ووځی.

XS
SM
MD
LG