د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالی وزېرستان کی، یوې بی بېلوټه الوتکې 'لا اقل شپږ کسان ېې ووژل'


پاکستانی مامورېن واېې ېوې بی بېلوټه الوتکې چه گومان کېږی د امرېکا وه، په شمالی وزېرستان کی ېې په ېوه کور باندی ېو توغوندې وار کړ او لا اقل شپږ کسان ېې ووژل.

د پاکستان د حکومت ماموران واېې چه ېو شمېر خارجی تندوران هم په دغو وژل شوو کسانو کی شامل دي.

دا حمله د افغانستان سرحد سره نژدی په هغه قباېلی سېمه کی شوی ده د طالبانو او القاعدې د مرکزونه دموجودېت له امله ډېر شهرت لری.

د تېرو څو هفتو په دوران کی، په پټه توگه باندی د امرېکا ېې قواو له خوا د پاکستان په خاوره کی د ننه د امرېکا قواو د حملو په وجه د امرېکا او پاکستان تر منځ اختلاف نظر را پېدا شوی دی او د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری دغه حملی د پاکستان د خاوری د تمامېت نه سرغړونه بللی دی.

همدا راز نن پاکستانی مقاماتو راپور ورکړ چه په باجوړ کی ېې د د جنگ په دوران د ېارلس طالبان وژلی دي.

پاکستانی ماموران واېې چه په دی جنگ کی ېې توپ لرونکو هلېکپترو هم دعسکرو ملاټر کاوه.

د پاکستان پوځ کوښښ کوی هغه وسله وال طلبان د باجوړ نه وباسی چه وېل کېږی په پاکستان او په افغانستان کی حملی کوی.

تېره هفته پاکستانی قواو دا ادعا هم کړی وه چه تراوسه پوری ېې زر تنه وسله وال سړي په جنگ کی وژلی دي او په مقابل کې ېې شپېته تنه خپل عسکر هم وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG