د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مشرانو جرگه د مالي بازار د ژغورنې پلان ته رایې ورکوې


د امریکا د مشرانو جرگه پلان لري چې نن د چهارشنبې په ورځ ناوخته د مالي شرکتونو د ژغورنې د ٧٠٠ میلیونه ډالرو پلان یوې نوې مسودې ته ته رایې ورکړي.

په دغې مسودې کې داسې ټکي ور زیات شوي شوي دي چې د سناتورانو رایه وگټي.

امریکا د مشرانو جرگه نن د ملک د مالي بازار د ژغورنې پلان په داسې حال کې تصویبوي چې په دغه پلان کې ځینې سطحي بدلونونه راغلي دي.

یوه ماده چې د مشرانو جرگه یې غواړي چې دغه پلان کې ور زیاته شي دا ده چې د بانکي حسابونو د تضمین اندازه باید له ١٠٠ زرو ډالرو نه ٢٥٠ زرو ډالرو ته لوړه شي.

د جمهوري ریاست کاندیدانو براک اوباما او جان مکین دواړو ددغه پلان ملاتړ کړی دی. دواړه سناتوران به ددغه پلان پر سر د انتخاباتو پر وخت په واشنگټن کې وي.

د مشرانو د جرگې د اکثریت مشر، سناتور هیري ریډ وايي، دی تمه لري چې د ژغورنې دغه پلان به پراخ ملاتړ وگټي. هغه وايي:

"زه تمه لرم چې د مشرانو جرگه، ولسي جرگه او سپینه ماڼۍ ټولې خواوې داسې یوې پریکړې ته ورسیږي چې د امریکا د خلکو په گټه وي".

د مشرانو په جرگه کې د اقلیت مشر د جمهوري غوښتونکو د گوند میټ مکنیل وايي، دواړه گوندونه به د بحران د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره په گډه کار وکړي. هغه وايي:

"زه هم غواړم د امریکا خلکو ته ووایم چې موږ پلان لرو چې د ژغورنې مسوده به په دې اونۍ کې تصویب شي. دواړه گوندونه به په گډه دغه پلان تصویب کړي. دواړه خواوې له یوه بل سره همکاري کوي چې روان مالي بحران له اوږدېدو نه وژغوري".

د مشرانو د جرگې د دریو نه دوه برخې غړو ددې اونۍ په سر کې د ژغورنې د پلان د لومړۍ مادې په خلاف رایه وکړه.

د مشرانو د جرگې چارواکي تمه لري چې جمهوري غوښتونکي سناتوران به د ژغورنې د پلان د تعدیل شوې مسودې ملاتړ وکړي خو یوه ډله ډیموکرات سناتوران لا تر اوسه ددې خبرې سره مخالف دي چې د ملک د مالیاتو ٧٠٠ میلیارد ډالره دې د هغو شرکتونو په ژغورلو ولگول شي چې دا وخت له مالي بحران سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG