د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند په شان د امریکا سره اټومي  معامله غواړی


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني وایی چی دده ملک هم غواړی چی د هند په شان د امریکا سره ذروی تړون لاسلیک کړی.

ښاغلي گیلاني نن د پنجشنبې په ورځ د ملتان په ښار کی خبریالانو ته وویل چی امریکا باید چی د ملکی اټومي ټیکنالوجۍ په پرمختگ کي د پاکستان د هلو ځلو او کوششونو ملاتړ وکړی.

د اټومى وسلو په پروگرامونو کی تل د هند او پاکستان ترمنځ سیالي روانه ده.

پاکستان په ١٩٩٨ کال کی د هند د اټومی آزموینی په جواب کی خپله اټومي آزموینه وکړه.

دغو دواړو گاونډیو هیوادو د ١٩۴٧ کال را پدې خوا چی د برتانیې نه یې خپلواکي واخیسته ، درې جگړې کړی دي . او کله چی دواړو په ٢٠٠۴ کال کی د سولي په جریان شروع کړې ددوی تر منځ اړیکي ښې شوي دي.

XS
SM
MD
LG