د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اقتصاد ژغورلو لپاره د ٧٠٠ ملیاردو ډالرو  پلان منظور شو


د امریکا د سنا مجلس د کړکیچ څخه د امریکا اقتصاد ژغورلو لپاره د ٧٠٠ ملیاردو ډالرو هغه پلان له نویو شرطونو سره منظور کړ، چې څو ورځې له مخه کانگرس رد کړ.

د سنا مجلس پرون ټوله ورځ له دې هوډ سره د اقصادي ژغورنې بدل شوي پلان ته په ملاتړ موندولو تېره کړه چې په اقتصادي بازار کې د ونډو په بیو کې یو وار بیا داسې ویره رامینځته نه شي لکه څنگه چې د دوشنبې په ورځ په کانگرس کې د اقتصادي ژغورنې پلان د ناکامېدو وروسته رامینځته شوه.

د سنا په مجلس کې د ډموکراټ گوند مشر هیري ریډ د جمهوري غوښتونکي گوند له مشر میچ مکانل سره یوځای شو او ټینگار یې وکړ چې ټول سناتوران باید یوځای کار سره وکړي:

"‎مونږ اختلافات یوې خوا ته ږدو، ډموکراټان او جمهوري غوښتونکي له چیلنج سره مبارزه کوو او هغه څه کوو چې د امریکا د خلکو لپاره سم کار دی."

ریډ: "‎زه هیله لرم نن شپه به د سنا مجلس دغه پلان په کلکه ملاتړ کړي او دغه کلک ملاتړ به کانگرس هم دې ته وهڅوي چې هم دا کار وکړي."

د چار شنبې په ورځ ناوخته د سنا مجلس د ٢٥ په مقابل کې ٧٥ رایې د پلان په حق کې واچولې. هیله کیږي د مشرانو جرگه به د جمعې په ورځ ددغه بدل شوي پلان په هکله بیا رایې واچوي.

د کانگرس زیات غړي اوس هم نه غواړي د امریکا د خلکو پیسې هغو لویو شرکتونو ته ورکړي چې پیسې یې په پورونو کې ډوبې شوې دي. خو جمهور رئیس بوش وویل چې اصلاح شوی پلان له غریبو خلکو سره مرسته کوي:

بوش: "‎دا ډېر مهم ده چې کانگرس دغه پلان جدي وگڼي، ددې لپاره چې د پورونو ورکول دوام وکړي، واړه کاروبارونه قرضي ترلاسه کړای شي، ښاروالۍ وکولای شي د خلکو د اړتیاو لپاره پیسې و مومي‏."

د بدل شوي پلان له مخې به د خلکو او کاروبارونو سل ملیارډه مالیې کمې شي. او ورسره به په بانکونو کې په پیسو باندې د حکومت لخوا د بیمې کچه له سلو زرو څخه دوه سوه پنځوس زره ته جگه شي.

دواړو سناتورانو جان مکېن او سناتور بارک اوباما د ژغورنې دغه پلان نمگړتیاو ته د گتې نیولو برسېره د پلان په ملاتړ رایې واچولې:

مکین: "‎که د اقتصادي ژغورنې دغه پلان یووار بیا په کانگرس کې منظور نه شي نو اوسنی کړکیچ به په یوه لوی ناورنین بدل شي. که مونږ گام وانخلو نو زمونږ اقتصاد به په ټپه ودریږي‏."

اوباما: "‎په داسې حال کې چې په هرچا تورونه لگول کیږي، په واشنگټن او وال سټریټ کې ډېر ددغو تورونو حقدار هم دي، زمونږ مسولیت دادی چې کړکیچ ته د ‏حل لاره و موندو ځکه چې دا د هر امریکايي اقتصادي گټو ته زیان رسوي."

د دوشنبې په ورځ په کانگرس کې د پلان د ناکامۍ اغېزه دا وه چې په وال سټریټ کې د یو ملیاردو ډالرو ونډې وپلورل شوې، خو د سه شنبې په ورځ بازار د زیات تاوان څخه هغه وخت بېرته راووت چې کله دا خبر ورکړ شو چې کانگرس د ژغورنې بدل شوي پلان منظوره ولو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG