د لاس رسي وړ اتصالات

رایس هند ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندو لیزا زایس نن د جمعې په ورځ هند ته روانه ده او غواړی د هغه ملک د چارواکو سره د امریکا او هند ترمنځ د ملکي ذروی تړون په باب چی د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانگرس منظور کړ ، خبری وکړی.

میرمن رایس دا تړون ډیر مهم تاریخي تړون وباله. هغې وویل چی دا تړون د نړۍ تر ټوله لویه دیموکراسي د ترټولي زړې او اوږدې دیموکراسۍ سره تړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به د هند د صدراعظم من موهن سینگ او همدا راز د مخالفو مشرانو سره وگوری.

د هند د کانگرس حاکم گوند وایی چی د امریکا د مشرانو د جرگې له خوا ددې تړون منظوریدل یوه ډیره لویه او بې سارې کامیابي ده . مگر د هند کمونیسټ او مخالف گوندونه تر اوسه لا هم ددې تړون په باب ناخوښ دي او وایی چی هغه د هند حاکمیت ته تاوان رسوی.

کیڼ اړخه گوندونه وایی چی نن به مظاهره چیان په تورو جامو کی را ووځی او تور بیرغونه به یې ورسره را اخیستي وی چی ددوی په قول د امریکا امپریالیزم ته د تسلیمیدو له کبله احتجاج وکړی .

‎‏

XS
SM
MD
LG