د لاس رسي وړ اتصالات

پېلېن او بایډن په اقتصاد او عراق سخت بحثونه وکړل


د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدو مرستیالانو جمهوری غوښتونکي سیرا پېلین او دیموکرا ت جو بایډن په خپله مناظره کی د عراق ، اقتصاد او نورو مسالو په باب سخت بحثونه وکړل.

پېلین وویل چی د جمهوری ریاست دپاره د دیموکرت کاندید براک اوباما دا پلان چی غواړی د عراق نه دي امریکایی عسکر را وباسی ‏«‎ د تسلیمیدو سپین بیرغ دی ‏. »

سناتور بایډن وویل چی د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکی کاندید جان مک کېن د جگړې د اجرااتو په باب ‏«‎ پر غلطه لار روان دی ‏»‎ هغه وویل چی ده او اوباما دې ته ملا تړلې چی عسکر دی بیرته خپلو کورونو ته را ستانه شی .

په دې مناظره کی چی د میزوري د ایالت په سینټ لوئیس کی وشوه او یونیم ساعت یې دوام وکړ ، په اقتصاد باندی ډیر بحثونه وسول .

پېلین وویل چی دا د الاسکا د ښاروال او والي په توگه د اصلاحاتو او د مالیاتو د کمولو اوږده سابقه لری او ځان او مک کېن یې آزاد خیال وباله .

بایډن وویل چی مک کېن کله چی یې دوې هفتې مخکی وویل چی د امریکا اقتصادي بنسټ کلک او قوی دي اصلا د هرڅه نه ناخبره دی . هغه دا هم وویل چی مک کېن په ځینو چارو کی چی د منځنۍ طبقې او د کم عاید لرونکو امریکایانو سره اړه لری، آزاد خیاله نه دی .

XS
SM
MD
LG