د لاس رسي وړ اتصالات

رایس له هندي مقاماتو سره وکتل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کنډولیزا رایس دا وخت په هند کې ده او د هغه ملک له چارواکو سره د یوه ملکي اتومي تړون په باب خبرې کوي.

میرمن رایس نن د هند د بهرنیو چارو له وزیر پرناب مکرجي سره خبرې وکړې او هغه به نن له صدراعظم من موهن سنگ سره هم گوري.

میرمن رایس له خپل هندي هم منصب سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د تړون له امضا کېدو مخکې یې باید پر جزیاتو خبرې وشي. او ویې ویل دغه تړون به ژر د دواړو ملکونو له خوا امضا شي.

ددغه تړون له مخې له هند سره د اتومي موادو د تجارت ٣۴ کلن بندیز لرې کیږي. تر اوسه جمهور رئیس بوش له هند سره د اتومي همکاریو تړون ندی توشیح کړ.

د هند کمونست گوند په پام کې لري چې نن ددغه تړون په خلاف مظاهره وکړي. دوی وايي، د هند حکومت د ملک د خاورې تمامیت د امریکايي امپریالیزم په لاس ورکړی دی.

ددغه تړون له مخې، هند نړیوالو اتومي څارونکو ته اجازه ورکوي چې ددغه ملک ملکي اتومي بټۍ معاینه کړي او په بدل کې به امریکا د اتومي ټکنالوژۍ په برخه کې له نوي ډیلي سره مرسته کوي.

میرمن رایس وايي، له هندي مقاماتو سره به د دواړو ملکونو تر منځ پا راتلونکي کې د دفاعي چارو، زراعت او تعلیم په برخو کې هم د همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزیرې وویل، له هندي مقاماتو سره د خبرو پر وخت به له افغانستان سره د هند د سیاسي او اقتصادي همکاریو موضوع هم یاده کړي.

او په داسې حال کې چې په هندي کشمیر کې جدايي پلوه مسلمانانو د مظاهرو پلان نیولی دی، حکومت د خلکو پر راټولېدو باندې بندیز لگولی دی.

حکومت نن اعلان وکړ چې په عامه ځایونو کې د پنځو نه د زیاتو کسانو پر راټولېدو باندې بندیز وضع شوی دی.

خو د جدايي غوښتونکو رهبر، یاسین ملک وویل چې کشمیري مسلمانان به ددغو بندیزونو سره سره د دوشنبې په ورځ د مظاهرې لپاره لارو کوڅو ته ووځي.

پولیسو د کشمیري مسلمانانو بل مشر، سید علي گیلاني د دوشنبې د مظاهرو وړاندې په خپل کور کې نظر بند کړی دی.

XS
SM
MD
LG