د لاس رسي وړ اتصالات

د تبتیانو روحانی مشر نوی ډیلی ته د تدای لپاره  تللی


د تبتیانو روحانی مشر دالای لامی د دوشنبی په ورځ نوی ډیلی ته د تدای لپاره تللی. د هغه یوه مستیال وویل چی یوازی د طبی معایناتو د اجرآکولو لپاره تللی دی.

دالای لامی د آگست په میاشت کی د نس د درد له کبله په یوه هندی روغتون کی بستر شوی ؤ.

هغه په دی څلورو ورځو کی چی بستر و خپل دوه خارجی سفرونه فسخ کړل.

دالای لامی بیا درمسالا ته ولاړ چی په شمالی هند کی د تبعید شوو تبتیانو مرکزونه هلته دی او ده زیات وخت هملته تیر کړی دی.

دالای لامی په ١٩٥٩ کی له هغه وروسته چی د چین د حکومت پرخلاف ولاړ شو دهرمسالا ته راوتښو او د هغی راهیسی همدلته اوسیږی.

XS
SM
MD
LG