د لاس رسي وړ اتصالات

رایس د امنیت او انژری په اړه د خبرو لپاره نن قزاقستان ته ولاړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کادولیزه رایس د امنیت او انژری په اړه د خبرو لپاره نن قزاقستان ته ولاړه.

هغه به د جمهور ریس نورسلطان نظربایووف او نورو حکومتی چارواکیو سره وگوری او د شوروی اتحاد په دغه پخوانی جمهوریت کی به په امنیتی ،سیاسی او اقتصادی موضوعاتو ورسره خبری وکړی.

د بهرنیو چارو وزیری رایس د یکشنبی په ورځ وویل چی د امریکا دا هلی ځلی چی غواړی د قزاقستان سره نژدی اړیکی ولری په دی معنی نه دی چی په مرکزی آسیا کی د روسیی نفوذ کم کړی.

جمهور ریس نظربایوف چی د مسکو سره ټینگی اړیکی لری ، د امریکا غټو کمپنیو ته یی هم اجازه ورکړی چی د قزاقستان د تیلو او گاز په صنعت کی ورسره برخه ولری.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندولیزه رایس قزاقستان ته د هند د سفر وروسته ولاړه چی غوښتل یی هلته د ملکی ذروی پروگرام تړون لاسلیک کړی.

XS
SM
MD
LG