ناټو واېې چې داېتلاف عسکرود طالبانوېو عالېرتبه قوماندان په افغانستان کې له ډزو نه پرته نېولى دى. د ناټو د نړېوالى سوله ساتنى قوې نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې عسکرو ېې ملا سخېداد او ېوبل ېاغى د اورزگان په ولاېت د چارشنبى په ورځ ونېول.
د اېساف خبرلېک واېې چې په ملاسخېدادباندې داشک دى چې د طالبانو د ېوشمېر زېاتو جنگېالېو مشرى په غاړه لرى. په همدغه ولاېت کې د ځان مرگى حملو او ځان مرگو تنظېمول هم دهمده په غاړه دى.
پرهغه داگومان هم کېږى چې دى د طالبانو له جگپوړه مشرتابه سره اړېکى لرى. په تېره له هغې ډلې سره چې دملابرادر اخوند تر قوماندى لاندى دى او د طالبانو په ټول مشرتابه کې دوېمه درجه راځى.
په ېوه جلا خبر کې د برتانېې ېوه ستر قوماندان په افغانستان کې وېلى دى چې په افغانستان کې دطآلبانو خلاف جگړه نشى گټل کېدلى.
د لندن د سنډې ټاېمز ورځپاڼه د بېرگټ مارک کارلټن سمېت له قوله لېکى چې زموږ هدف باېد داوى چې بغاوت ېوې داسى اندازې ته راټېټ کړى شى چې کنترول او اداره کېدلى سى.
د برتانېې حکومت د شنبى په ورځ له دېنه انکار وکړ چې دوى په دې عقېده دى چې نظامى مبارزه به په افغانستان کې ناکامه شى.
د برتانېې د خارجه وزارت ېودفتر په دې خبره ټېنگار وکړ چې دغه تبصرې د حکومت د نظرېاتو اوپه کابل کې د برتانېې د سفېر د نظر نماېندگى نه کوى.
د چارشنبى په ورځ په افغانستان کې د امرېکا ېو جگپوړه نظآمى چارواکې جنرال ډېوېډ مک کېرنن خبرېالانو ته ووېل چى په افغانستان کې د ېاغى طالبانو او ثبات دراوستلو لپاره د عسکرو او اقتصادى مرستو زېاتولو ته اړتېا لېدل کېږى.