د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: د اقتصادی نوی پلان په تصویب سره به اوسنی اقتصادی بازار ښه شی خو یو څه وخت به ونیسی


د امریکا جمهور ریس جورج بوش ملت ته په خطاب کی وویل چی د اقتصادی نوی پلان په تصویب سره به اوسنی اقتصادی بازار ښه شی خو یو څه وخت به ونیسی.

ښاغلی بوش د شنبی په ورځ په خپلی راډیویی وینا کی هڅه وکړه چی خلکو ته اطمینان ورکړی او د اوسنی اقتصادی بحران لپاره یی د اوسوه ملیارد ډالرو پلان یوه ښه پلان وباله.

دغه پلان د جمعی په ورځ توشیح شو او د هغه له مخی به د امریکا حکومت د اقتصاد او مالی بازار د تقویی لپاره د هغو کمپنیو نه چی د مالی ستونزو سره لاس او گریوان دی تجارتی قراردادونه او سهمیی تری واخلی.

د اروپایی ملکونو مشران هم د اقتصادی ستونزو د حلولو په چارو بوخت دی.

د فرانسی، برتانیی ، جرمنی او ایټالیی مشرانو د شنبی پهورځ په پاریس کی سره وکتل او موافقه یی وکړه چی د شخصی بانکونو سره به د مرستی لپاره یو رسمی تړون امظآ کړی.

XS
SM
MD
LG