د لاس رسي وړ اتصالات

'مککین غواړي چی په امریکا کې د مهمې ستونزی نه د خلکو پام واړوي'


د دیموکرات گوند کاندید برک اوباما د یکشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکی گوند هغه ادعا رد کړه چې د هغه پر حیثیت باندې شوی وی او ویی ویل چی د هغه سیال جان مککېن په اصل کی غواړي چی په امریکا کې د مهمې ستونزی، یعنې اقتصآدي بحران نه د خلکو پام بل پلو واړوي.

ښاغلي برک اوباما پرون په شمالي کارولینا کې یوی غونډې ته په وینا کې ووېل چی جان مککین او د هغه ملگري غواړي له شخصي تهمت لگولو څکه کار واخلي ځکه د خلکو د ستونزو نه بې خبره دی د هیواد دپاره نوي نظریات نلري او وخت یی هم مخ په ختمیدو دی.

د شنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکې گوند مرستیال کاندیدې سره پېلېن یوه نوی هڅه پیل کړه چې وایی اوباما د امریکایی رایو اچونکو دپاره ځکه د منلو وړ ندې چی گواکی هغه د تروریستانو ملگری دی.

XS
SM
MD
LG