د لاس رسي وړ اتصالات

احمد ولي کرزی: زه قاچاقبر نه یم


د جمهور رئیس حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزي پر ځان باندې هغه تورونه په کلکه رد کړي دي چې وايي، دی د نشيي موادو په قاچاق کې لاس لري.

احمد ولي کرزي په کندهار کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د نیویارک ټامیز د ورځپاڼې په خلاف به محکمې ته عریضه وکړي. دغه ورځپاڼې څو روځې مخکې یو رپوټ خپور کړ چې په دغه رپوټ کې پر هغه باندې د نشيي موادو په کاروبار کې د لاس لرلو تورونه لگول شوي وو.

احمد ولي کرزی وايي، دغه رپوټ بې اساسه وو او سیاسي انگیزه یې درلوده. دی وايي، دده سیاسي دښمنان دغه تورونه لگوي.

نیویارک ټایمز د تیرې شنبې په ورځ پر هغې اوږدې او دوامدارې مسئلې باندې رپوټ خپور کړ چې ځینې امریکايي مقامات له دې آمله اندېښمن دي چې د جمهور رئیس کرزي ورور شاید د نشيي موادو په قاچاق کې لاس لري او پخپله جمهور رئیس کرزی کوښښ کوي چې پر دغې موضوع باندې پرده واچوي.

احمد ولي کرزی چې د کندهار د ولایتي شورا رئیس دی، په یوه خبري کنفرانس کې پر خپلو سیاسي حریفانو باندې تور ولگاوه چې دده په اړه دغه ډول مغرضانه رپوټونه خپروي.

هغه همدارنگه وویل چې د امریکا ددغه رپوټ د خپرېدو علت دا دی چې جمهور رئیس حامد کرزي په دې وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له آمله پر امریکايي قواوو باندې انتقاد کړی دی.

احمد ولي کرزي همدارنگه وویل، هغه کسان چې دی پیژني پوهیږي چې دغه رپوټونه بې اساسه دي. هغه، خبریالانو ته وویل، دی په نړیواله ټولنه کې د هغو عناصرو د انتقادونو ښکار شوی دی چې غواړي پر جمهور رئیس کرزي باندې حمله وکړي.

احمد ولي کرزي وویل، په راتلونکې یوې یا دوو اونیو کې به په نیویارک کې د هغو افرادو او مطبوعاتو په خلاف محکمې ته عریضه وکړي چې پر د باندې یې دغه تورونه لگولي دي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې د بوش د حکومت د ځینو چارواکو له خولې چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، لیکل شوي چې احمد ولي کرزی د نشيي موادو په قاچاق کې لاس لري او امریکايي مقاماتو په وار وار جمهور رئیس کرزي ته خبرداری ورکړی چې ورور یې په سیاسي لحاظ دده د اوږو بار جوړ شوی دی.

افغانستان د نړۍ ٩٠فیصده هیروین تولیدوي.

د اپینو کاروبار اوس د کندهار په ولایت کې د اقتصاد د ملا تیر گڼل کیږي. ډیر دهقانان لا تر اوسه په دغه ولایت کې کوکنار کري. په دغه ولایت کې طالبان هم تر نورو ځایونو ډیر فعال دي.

XS
SM
MD
LG