د لاس رسي وړ اتصالات

یوی مشهوری امریکايي کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې یو روزنېز مرکز پرانیست


یوی مشهوری امریکايي کمپنۍ سیمبیون چې د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې د برېښنايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د برېښنا په ډګر کې کدرونه هم روزي، په افغانستان کې نن په لومړي وار د برېښنا په برخه کې یو روزنېز مرکز پرانیست.

ددغې کمپنۍ چارواکو خبریالانو ته وویل چې دوی په پام کې لري، د راتلونکي کال د جنوري تر مېاشتې پوری ۲۰۰ تنه پدی لار کې و روزي.

د سیمبیون کمپنۍ عمومي مشر، پاول هنکس وویل دوی په افغانستان کې تر اوسه پنځه سوه زره امریکايي ډالره پانګونه کړې او په پام کې لري چې خپلې هڅې لا پسې چټکې کړي.

پاول هنکس دا ډول وویل چې په کابل کې د سل میګا واټه برېښنايي دستګاه د جوړونې چاری یې هم کمپنۍ پرمخ وړي.

د سیمبیون په نوم دغه برېښنايي کمپنۍ په دوه زره او پنځم کال کې په امریکا کې تاسیس شوې او په سیپروس، عراق، دوبۍ او افغانستان کې مرکزونه لري.

دی کمپنۍ په عراق کې هم د پام وړ کارونه سرته رسولي.











XS
SM
MD
LG