د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه له طالبانو نه غواړي چې د خوراکي موادو ویش نه اخلالوي


ملگري ملتونه له طالبانو نه غواړي چې د خوراکي موادو ویش نه اخلالوي

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو خاص استازي له طالبانو نه غوښتي چې د خوراکي مرستو د لیږدیدلو مخه ونه نیسي کوم چې هغو افغانانو سره مرسته کوي چې د خوراکی موادو د جدي کمښت سره مخامخ دي.

همدا رنگه دا استازي هغه مخ په زیاتیدونکي انگریرنې ردې کړې چې گواکې په افغانستان کې پوځي او بشري کمپاین له ماتې سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې ممکن په راتلونکي ژمي کې په ملیونو افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ شي د ملگرو ملتو استازي له طالبانو نه غوښتي چې د بین المللي ټولنې د خوراکی موادو د ویش په وړاندې خنډونه نه جوړوي.

کې ایدې چې په افغانستان کې د ملگرو ملتو خاص استازی دی وايي چې طالبان دې باید دې خبرې ته پاملرنه ولري چې د خوراکی موادو ویش یواځي بشري مسئله ده او مقصد یې دا نه دی چې له هغه نه د خلکو زړونه لاس ته راوړل شي.

ایدی:" زه ددې فرصت نه په گټې اخیستنې سره د طالبانو له مشرانو نه غواړم چې د خوراکي شیانو ویش له خنډونو سره مخامخ نه کړي. مونږ ډیر شیان د ویلو له پاره لرو خو په اوس وخت کې ددې بشري مسئلې خبره تر ټولو مهمه ده."

وچکالي او د حاصلاتو خرابوالی ددې باعث شوی دی چې ځنو بین المللي کارپوهانو د احتمالي بشري ناورین غږ وکړي. د ځنو اټکلونو له مخې افغانستان کې د نهو ملیونو په شاوخوا کې افغانان چې د ټول نفوس یوه په دریمه برخه جوړوي د خوراکي مواد د کمښت سره مخامخ دي.

د سره صلیب بین المللي کمیټې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په شمالي سیمو کې به نژدې دوه لکه خلک د وچکالۍ، د امنیت د نشتوالي او د بیو د لوړیدلو په سبب د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شي.

همدا اوس افغانان د امنیت د خرابوالي سره مخامخ دي چې تر یوه حده پورې طالبان هم یې مسئول گڼل کیږي. همدارنگه داسې شکایتونه هم شته دي چې د حکومت په دننه کې د اداري فساد په سبب د ملک د بیا جوړولو عملیه د ستونزو سره مخامخ شویده.

دا ستونزې سره له دې شته دي چې په تیرو اوو کلونو کې پوځي او بشري هڅې د ملیاردو ډالرو په ژمنې سره په دې هیواد کې د بیا رغونې لپاره شوي دي.

په دې وروستیو هفتو کې بین المللي ډپلوماتانو، پوځي جنرالانو او مهمو شخصیتونو د ملک د راتلونکي په برخه کې منفي نظرونه وړاندې کړي دي. ځنو یې ادعا کړیده چې په پوځي لحاظ د طالبانو ماتې امکان نه لري او په صراحت سره یې د دموکراسۍ د رانسکوریدلو خبره کړیده.

خو د ملگرو ملتونو خاص استازي ویلي دي چې دی ددې راز منفي برداشتونو نه ډیر سخت ستړی شوی دی.

ایدي: "زه هغه کسان مخاطبوم چې دا ددوی عادت گرځیدلی دی چې د وضعې نه تل یو بدبینانه تصویر وړاندې کوي. زما په فکر دا ډیره غلطه خبره ده او دا زمونږ د وړاندې تگ لپاره ډیر تاوان رسوي."

مگر ایدي داخبره مني چې مخالفین یواځې په پوځي طاقت نه شي ماتیدلي. د کې ایدي نه د کرزي د هغو هڅو په هکله پوښتنه وشوله چې یې د سعودي عربستان په منځگړیتوب غواړي وشي.

ده وویل چې باید د هغو خواوو سره سیاسي خبرې وشي چې مطرح دي او دا څرگنده ده چې مطلب یې طالبان دی.

XS
SM
MD
LG