د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پارلېمان دېوه غړى په کور کې دولس کسان ووژل شول


د پاکستان چارواکى واېې چې ېوه ځان وژونکى دولس کسان دپاکستان د پارلېمان د ېوه غړى په کورکې چې له مخالف گوند سره ېې اړېکى درلودلى ووژل.

د پولېسو چارواکى خادم حسېن ووېل رشېد اکبر نوانى چې د نواز شرېف د مسلم لېگ دگوند ېوغړى دى ددوشنبى دورځى په دغه چاودنه کې زخمى شو.

دغه چاودنه د بهکړ په سېمه کې چې د پنجاب په اېالت کې پرته ده وشوه. د پولېسو چارواکى خادم حسېن واېې چې بم چوونکى خپل ځان د ېوې ډلېخلکو په منځ کې چې ددغه سېاستمدار پلوېان او ملاتړ وو، ځان په بم والوزاوه. هېچا هم تر اوسه پورې ددغى چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى.

په دې نېژدى اونېو کې پاکستان د مرگ ژوبلې له څپو سره مخامخ دى.

له بل پلوه مشکو کو طالبانو د ېکشنبى په ورځ په صوبه سرحد کې په اعلى وزېر باندى دهغه په استوگنځاى باندې د راکټ ډزې وکړى. په دغو ډزو کې چې اعلى وزېر امېر حېدرخان هوتى په کور وشوى دى په خپله زخمى شوى ندى.

خو عېنى شاهدان واېې چې په دغو ډزو باندې دهغه دکورڅنگ ته دوه نورو کورونو ته زېان رسېدلى دى.

د ېکشنبى دورځې حمله د نورو حملو په لړکې چې دافغانستان سرحد ته نېژدى دغه سېمه ېې په دې نېژدى وخت لړزولى ده تازه حمله وه.

تېره اونى ېوه ځان مرگى په چارسده کې د پاکستان د حکومت د اېتلافې گوند اسفند ېار ولى خان په کور باندى حمله وشوه او څلور تنه پکى مړه شول. خو په خپله اسفندېار ولى خان پکى زخمى نشو.

XS
SM
MD
LG