د لاس رسي وړ اتصالات

د قېرغېزېستان په زلزله کې کلى وران شوېدى


د قېرغېزېستان د عاجلو حالاتو ېو چارواکى واېې چې په جنوبى قېرغېزېستان کې د نورا کلى په بشپړ ډول وران وېجاړ شوېدى او لږتر لږه دوه اوېا کسان ېې وژلى دى او تر سلونه زېات ېې زخمى کړېدى.

د عاجلو حالاتو وزېر کامچى بېک تاشې ېوف واېې چې د ژغورنى عملېات روان دى.

د امرېکا د جېولوجېکى مرکز سروې دغه زلزله درېکټر په مېچ باندى اندازه کړېده او واېې چې قوت ېې شپږ اعشارېه شپږ و.

دغه زلزله دېکشنبى په شپه وشوه او له سارى تاش نه ېې مرکز ٦٥ کېلومتره لېرى و.

رپوټ واېې توقع ده چې د قېرغېزېستان جمهوررئېس کورمانبېک باقې ېوف د سه شنب په ورځ په دغه لېرى کلى د خرابى کتنه وکړى. دغه کلى له چېن سره په غرنېو علاقو کې سرحد ته نېژدى پروت دى.

دروسېې دعاجلو حالاتو وزارت واېې چې دوى قېر غېزېستان ته بشرى مرستى چې په هغو کې خېمى هم شاملى دى ورلېږى.




XS
SM
MD
LG