د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ ته دوباره د فوټبال په نړیوالو اتلولیو کې د گډون حق ورکړل شو 


د فوټبال نړیواله اداره فیفا دې پریکړې ته رسېدلې چې پولنډ به له نړیوالو اتلولیو نه باسي خو دغه هیواد به د ٢٠١٢ کال د اروپايي اتلولیو د شریک کوربه توب حق ونلري.

فیفا د پولنډ حکومت ته تر پرون پورې وخت ورکړی و چې د ملک د فوټبال د فدراسیون اجرائیه بیرته په کار وگماري که نه نو دغه ملک به اجازه ونلري چې په دوو راتلونکو نړیوالو اتلولیو کې برخه واخلي.

د فیفا رئیس سیپ بلیټر پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د پولنډ د حکومت او د هغه ملک د فوټبال د فدراسیون تر منځ یې د افهام او تفهیم خبر تر لاسه کړی چې دا د مسئلې د بهتره کیدو یوه نښه ده.

بلیټر وویل، د پولنډ حکومت لازم اقدامات کړي دي او مسئله حل شوې ده. هغه همدارنگه وویل چې دغه اقدامات د اروپا د فوټبال ادارې یوفا ته هم د منلو وړ دي. پولنډ به اوس د چک جمهوریت او سلواکیا سره نړیوالو اتلولیو ته د غوراوي په لوبو کې برخه اخلي.

له بلې خوا، ټاکل شوې وه چې د ٢٠١٢ کال د فوټبال د اروپايي اتلولیو کوریه توب پولنډ او یوکراین په گډه وکړي خو په پولنډ کې د فوټبال د فدراسیون د رئیسه هیئت د کار نه د لرې کیدو له آمله د اروپا د فوټبال ادارې خبرداری ورکړ چې پولنډ یې د ٢٠١٢ کال د اروپايي اتلولیو له کوربه توب نه محرم کړی دی.

XS
SM
MD
LG