د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پارلمان د وکیل په کور کې د مړو شمیر ١٧ ته رسیدلی


د پاکستان پولیس وايي، ددغه ملک د پارلمان د یوه غړي په کور کې د پرونۍ ځانمرگې حملې له آمله د مړو شمیر اوس لږ تر لږه ١٧ ته رسیدلی دی. په دغه حمله کې له ۴٠ تنو زیات زخمي شوي دي.

د پولیسو یوه مشر، خادم حسین وویل، د پنجاب د بهکر په ښار کې د مسلم لیگ نوازشریف د گوند د غړي راشد اکبر نواني په کور کې په دغې چاودنه کې پخپله نواني زخمي شوی دی.

د پولیسو دغه مشر وویل، یوه ځانمرگي حمله کوونکي ددغه سیاستمدار د ملاتړکوونکو په منځ کې په ځان پورې تړلي بمونه وچول.

تر اوسه چا ددغې حملې مسئولیت ندی اخیستی.

په دې وروستیو څو اونیو کې په پاکستان کې د تشدد پیښې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG