د لاس رسي وړ اتصالات

عراق او امرېکا په عراق کې د امرېکا د عسکرو د څرنگوالى په باب 'موافقى ته نېژدى دي'


د عراق خارجه وزېر واېې چې دده هېواد دېته ډېر نېژدى شوېدى چې له امرېکا سره هغه معامله پاېته ورسوى چې د امرېکا عسکرو ته به اجازه ورکړى چې په دې هېواد کې له ٢٠٠٨ مېلادى کال نه وروسته هم پاتى شى.

د عراق خارجه وزېر هوشېار زېبارى نن د سه شنبى په ورځ په بغداد کې له خبرېالانو سره ددغو مذاکراتو د پرمختگ په باب خبرى وکړى. په دغه کنفرانس کې دامرېکا د خارجه وزارت مرستېال جان نېگرو پانټى هم دبغداد په شنه سېمه کې شامل و.

امرېکا او عراق دواړه په ېوه داسى موافقت نامه باندى کار کوى چې د هغې له مخى به د امرېکا پوځونه وروسته له هغه نه هم په عراق کې پاتى شى چې د ملگرو ملتونو هغه جواز ختم شى چې دوى ته ېې ورکړى و.

هغه جواز چې ملگروملتونو په عراق کې څوملېتى قواو ته ورکړى و هغه د ډېسېمبر په ٣١مه نېټه پېاته رسېږى.

خو مذاکره چېان په دې کې سره اختلاف لرى چى د امرېکا نظامېانو ته په عراق کې د جراېمو د کولو او محاکمه کېدلو مصوونېت ورکړى او که نه چې په عراق کې شوېدى.

دغه خبرى کنفرانس په داسى وخت کې پېل شو چې ېوڅو شېبى وروسته دعراق د خارجه وزارت مخى ته له شنى سېمى نه لږ بهر پروت دى د بم په چاودنه کى پنځه کسان زخمىشول. رپوټ واېې چې دعراق ېوعسکر هم په دغه چاودنه کى زخمى شو.

XS
SM
MD
LG