د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پارلېمان غړېو ته د ترهگرى ضد پلان په باب معلومات ورکړ شو


د پاکستان پارلمان نن ټرورزم سره دمبارزی په منظور ېوه خاصه غونډه کوی.

نن د پاکستان دپارلمان غړي ددی لپاره ېوه خاصه غونډه کوی چه د استخباراتو ماموران ورته دهغه تهدېد او گواښ په باب معلومات ورکړی چه د القاعدې او طالبانو له خوا ورسره پاکستان اوس مخامخ دی.

د پارلمان غړېو ته به پاکستان د پوځ دلوړ رتبه مقامات د افغانستان سرحد سره نژدی د طالبانو په خلاف د روان جنگ په باب معلومات ورکړی.

حکومتی ماموران واېې چه د پارلمان ددی خصوصی غونډې هدف دا دی چه د حکومت سره مرسته وکړی ترڅو د ټرورزم په خلاف دمبارزې په منظور ېوه پېاوړی کورنئ استراتېژی جوړه کړی.

تېره مېاشت د اسلام اباد په ېوه عصری هوټل کی دېوه غټ بم د چاودلو نه وروسته امنېتى تدابېر سخت شوی دی.

په دغه چاودنه کی دری پنځوس کسان ووژل شول.

ددی نه علاوه، د امرېکا حکومت هم خپل فشار په پاکستان باندی زېات کړی دی چه دهغو وسله والو سړېو په خلاف دې اقدامات وکړی چه په افغانستان کی حملی کوی او امنېت ېې خرابوی.

XS
SM
MD
LG