د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس: امرېکا به په ناټو کې د ېوکراېن د شاملېدو ملاتړ وکړي


د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس نن وعده وکړه چه په ېوکراېن کی دسېاسی ناارامېو د راپېدا کېدلو د امکان با وجود، د امرېکا متحده اېالات به د ناتو په تړون کی دېوکراېن د شاملېدلو ملاتر وکړی.

رابرټ گېټس نن مقدونېې ته رسېدلی دی او د سېمی دهېوادونو د دفاع د وزېرانو سره ملاقات کوی.

د ېوکراېن د دفاع وزېر سره د خپل ملاقات نه وروسته رابرگېټس ووېل هر ډول اېتلافی حکومت چه په ېوکراېن کی جوړ شی امرېکا به ورسره خپلی نژدی همکارئ ته دوام ورکړی.

ښاغلي رابرټ گېټس دا تبصره په داسی حال کی وکړه چه د ېوکراېن جمهور رېس وېکټور ېاشېنکو واېې په ېوکراېن کی د مودی نه مخکی پارلمانی انتخاباتو په رابللو باندی غور کوی تر څو په هېواد کی اوسنی سېاسی بحران پای ته ورسېږی.

په عېن وخت کی ټاکل شوی ده چه د امرېکا د دفاع وزېر به سبا او بل سبا په هنگری کی دناتو د دفاع د وزېرانو په ېوه غېر رسمی غونډه کی برخه واخلی. روسېه د اروپا په ختېز لورې د ناتو د پرختېا سره مخالفت کوی.

XS
SM
MD
LG