د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا د نوي حکومت ’ستره ستونزه’


په اتومي وسلو سمبال پاکستان او هغه جگړه چې اوس یې لمن له افغانستان نه پاکستان ته هم پراخه شوې ده، د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس په مخکې پرتې دوه لویې ستونزې گڼل کیږي.

دلته په واشنگټن کې دوو څېړنیزو ادارو په گډه د متحده ایالاتو د نوي حکومت لپاره پیشنهادونه طرح کړي دي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د تشدد پیښې دوام لري، دغه موضوع د امریکا د جمهور‏ي ریاست په انتخاباتو کې د پام وړ گرځېدلې ده.

د دیموکرات گوند کاندید براک اوباما وايي، که پاکستان په خپله خاوره کې د تندروانو مخه نشي نیولای نو امریکايي قواوې باید دغه ملک ته ور واوړي او د قبایلو په سیمه کې د طالبانو او القاعده مرکزونه له منځه یوسي.

د جمهوري غوښتونکو د گوند کاندید جان مکین بیا وايي، لومړی باید د پاکستان له مشرانو سره خبرې وشي.

دغه څیړنیزه ډله وايي، د پاکستان د منتخب حکومت د ملاتړ او په هغه ملک کې د تندروانو پر مرکزونو باندې د حملو کولو دوې جلا مفکورې موجودي دي.

ددغه ډلې یو غړی، سټیفن کوهن وايي چې پاکستان دغه حملې پر خپل حریم باندی تیری بولي.

هغه وايي: "که امریکا غواړي په پاکستان کې په هغه ډول مداخله وکړي چې کړې یې ده، نو ددې کار لپاره باید قانع کوونکي دلایل موجود وي دا چې موږ باید باوري یو چې ددې په نتیجه کې د طالبانو او القاعده عالي رتبه کسان نیول کیږي. او زه گمان کوم که په خپلو مداخلو کې دغه موضوع په نظر کې ونیسو نو پاکستان به یې درک کړي"

د پاکستان او هند د اړیکو موضوع به هم د واشنگټن د راتلونکي حکومت په ایجنډا کې شامله وي.

دغه دواړه ملکونه اتومي وسله لري او له ډیر وخت راهیسې د کشمیر پر سر دښمنان دي.

ماهرین وايي، که د پاکستان او هند تر منځ اړیکې ښې شي نو دا کار به په افغانستان کې د ثبات د راوستلو له هڅو سره هم مرسته وکړي.

په عیني وخت کې د هریټیج د څیړنیزې ادارې کارپوه، لیزا کورټیس چې ددغه څیړنیزې ډلې غړې ده، د ایران مسئله هم پر افغانستان باندې منفي تاثیر لري.

هغه وايي:"ایران شاید دا کار د خپلو ستراتیژیکو منافعو یوه برخه وگڼي چې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره دامریکا هڅې له ستونزو سره مخ کړي او د طالبانو سره مرسته وکړي"

د امریکا د کانگرس د غړو بایډن او لوگر پیشنهاد دا دی چې ، نوی حکومت باید د پاکستان سره په غیر پوځي برخو کې مرسته وکړي. ددغې څیړنیزې ډلې غړی، جان گسټریټ چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مامور هم دی، وايي هغه لس میلیارد ډالره مرسته چې د بوش حکومت له پاکستان سره کړې ده، عبث تللي دي.

هغه وايي، پاکستانیانو داسې فکر وکړ چې واشنگټن ددې لپاره پیسې ورکوي چې دغه جگړه ورباندې ومني چې د پاکستان خلک یې مخالفت کوي.

هغه وايي: "مرسته باید د پاکو اوبو د برابرولو، د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او د بریښنا لپاره وي چې پاکستان دا وخت ورته سخت ضرورت لري". او گټه یې باید د پاکستان ټولو خلکو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG