د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس چین ته رسمي سفر کړی دی


د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري به بله هفته چین ته خپل لومړنی رسمي سفر پیل کړی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت نطاق کین گانگ نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی د زرداري دا درې ورځنی سفر به ددې راتلونکي سه شنبې په ورځ پیل سی.

هغه وویل چی ښاغلی زرداري به د چین د جمهور رئیس هو ژین تاو میلمه وی. هغه به دغه راز د چین د صدر اعظم وین ژاو باو او نورو چینایی مقاماتو سره هم وگوری.

کین وویل چی چین توقع لری د ښاغلي زرداري دا سفر به ددواړو هیوادو ترمنځ دوه اړخیزي او ستراتیژیکي همکارۍ زیاتي کړی.

XS
SM
MD
LG