د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په جگړو کی ١٢ یاغیان او ١٠ ملکیان وژل شوي دي


په افغانستان کی د امریکا اردو ویلي دي چی امنیتي قواو د ملک په جنوب کی ١٢ یاغیان وژلي دی په داسی حال کی چی یاغیانو لس تنه ملکیان وژلي دي.

د اردو په یوه بیانیه کی چی نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ویل شوي دي چی افغان او ائتلافي قواو چی گزمه یې کوله د چهارشنبې په ورځ د اروزگان په ولایت کی د یاغیانو د حملو چی سپکی وسلې او لاسي بمونه ورسره وو، جواب ووایه.

اردو وویل چی عسکرو ته یې تلفات نه دي اوښتي.

په بیانیه کی دا هم ویل شوي دي چی کلیوالو ائتلافي قواو ته وویل چی یاغیانو لس ملکی خلک په نژدې کلیو کی ووژل.

XS
SM
MD
LG