د لاس رسي وړ اتصالات

گیتس: موږ په هر ډول چې وى، له طالبانو سره بادید مذاکره وکړو


په دې نېژدى ورځو کې دبرتانېې او مرېکا جگپوړه نظامى قوماندانانو په افغانستان کې د اوږدې مودې دکامېابى په برخه کې له نظامى اقداماتونه پرته د کامېابى لپاره په سېاسى هلو ځلو او اقتصادى مرستو باندى هم خبرى کړېدى.

د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس د دې اونى په سر کې ووېل په افغانستان کې ملى پخلاېنه د حل په لاره کې مهمه برخه لرى.

په افغانستان کې دبرتانېې لوړ پوړه نظامى قوماندان برېد جنرال مارک کارلېټن سمېت تېره اونى په خپلو خبرو باندى د سنډې ټاېمز له ورځپاڼى سره ېو ډول افتضاح او قهر او غوسه منځته راوستله. هغه دغې ورځپاڼى ته ووېل چې موږ دغه جگړه نشو گټلى او هدف باېد داوى چې بغاوت دې حد ته را ټېټ کړى شى چې تر کنترول لاندى وى.

د افغانستان ېو خبرېال نبى مصداق چې پخوا ېې د بى بى سى له راډېو سره کار کاوه له دې سره موافق دى.

دى واېې: "دغه جگړه ېوازې په نظامى اقداماتو باندى نشى گټل کېدلى. موږ په هرډول چې وى له مقاومت سره، له طالبانو سره مذاکرات وکړو. په حقېقت کې طالبانو د سېپتمبر دمېاشتى د ٢۴ او ٢٧ ترمنځ په سعودى عربستان کې دمکى په ښار کې د سعودى عربستان د باچا په منځگړتوب د حکومت له استاځو سره ملاقات وکړ. هغه ووېل دده معلومات دادى چې هغوى له ېوبل سره وغږېدل او دادخبرو پېل و."

که څه هم دواړه خواوې حکومت او طالبان له ېوبل سره ډېر مخالف درېځ لرى خو دواړه خواوې دامنى چې له ېوبل سره ېې ملاقات کړېدى.

د پاکستان په لاهور کې دېره خبرېال احمد رشېد واېې سېاسى روغه جوړه ډېره مهمه ده. هغه د کابل او طالبانو ترمنځ پټى خبرى ېو ډېر مهم سېاسى انکشاف بللى دى.

احمد رشېد په دې برخه کې داسى ووېل: "دا ټولى هلى ځلى دا څرگندوى چې په افغانستان کې د اکتوبر د جمهورى رېاست له انتخاباتونه مخکى هغه مېانه روه طالبان چې له القاعده سره اړېکى نلرى هغوى وهڅول شى چې خپلى وسلى په زمکه کېږدى."

احمد رشېد واېې چې په افغانستان کې دلوېدېځو هېوادونو په اتحاد کې درز لوېدلى دى.

دى په دى برخه کې داسى واېې: "آحمد رشېد واېې دى فکر کوى چې دامرېکا د اوږدې مودې د طر ز تفکر او برتانېې داوږدې مودې د طرز تفکر ترمنځ توپېر موجو ددى. دا اختلاف له ېوڅه مودى راهېسى په دې مسله دى چې د اپېنو تولېد څنگه کنترول شى او عسکر څنگه او چېرته واچول شى. خو دى واېې داسى فکر نه کوى چې دا به ېوازې د برتانې اوامرېکا ترمنځ وى . بلکه دى فکر کوى چې دابه دامرېکا او اوروپا ترمنځ اختلاف نظر وى."

احمد رشېد واېې دى فکر کوى چې اوروپاېان دامرېکا راتلونکى جمهور رئېس ته ځان چمتو کوى چې په ستراتېژى کې ېوبدلون راوالى. هغوى ښاېې ېوه ډېره جامع اوهر اړخېزه ستراتېژى وغواړى چې ېوازې نظامى اړخ ونلرى او نه ېوازې په دې خبره ولاړه وى چې بغاوت په نظامى لحاظ وځپل سى.

آحمد رشېد د امرېکا د دفاع وزېر رابرت گېټس ته ددى خبرى امتېاز ورکوى چې دامرېکا په اقداماتو کې ېې تازه بدلونونه راوستل.

آحمد رشېد په دې برخه کې داسى واېې: "دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې دامرېکا او په نا ټوکې داسى جنرالان دى چې خپل نظرېات په ډېر قوت سره بېانوى. او گېټس په دې کې ترنور و مخکى روان دى او دېوه هر اړخېز اقدام ملاتړ کوى."

ددى ما نا به داوى چې د ملت جوړونى لپاره په ښه اقدامات وشى. د انکشاف او پرمختگ لپاره به ښه اقدامات وشى او په پاکستان کې به د خوندى ځاېونو د مخنېوى لپاره هم ښه او جدى اقدامات وشى. په دې برخه کې په واشنگټن کې د پالېسى په ټکېوو باندې په غورسره نوى څېړنه او کتنه روانه ده. دا کار په سپېنه مانى کې او ددفاع په وزارت کې هم روان دى.

راى گاتمن د مکلاچى خبار مدېر په دې برخه کې واېې چې دواشنگټن پالېسى چې په ٢٠٠١ مېلادى کال کې د سېپتمبر له ېوولسمى نه وروسته پېل شوې وه په اصل کې ېې مقصد دانه و چى په افغانستان کى ثبات راولى. دى واېې ددغى پالېسى ېا دامرېکا د عسکر و مقصد داو چې په افغانستان کې له القاعده سره جگړه وکړى.

خو دا کار په سمه توگه ندى روان. دى واېې دا کار په دې توگه نسى کېدلى چې له ډېر ې زېاتى ارتفاع نه پرې بمونه راوورول سى او ېا القاعده د پاکستان په قبېلوى سېمو کې په توغندېو ووېشتل سى . دې کار ته ېوه هر اړخېزه ستراتېژى پکارده.

گاتمن واېې چې ده دکانگرېس گڼو کومېټو ته ووېل پکارده ېوه نوې ستراتېژى دافغانستان لپاره جوړه سى. دى واېې چې حقېقت دادى چې تراوسه پورې د پاکستان او افغانستان لپاره کومه ستراتېژى نده جوړه سوى که څه هم اوه کاله په دې موضوع تېرشول.

جودېت لېتم په پاې کې واېې چې اوس د ډېرو خلکو له خوانه ددى خبرى توقع کېږى چې دامرېکا نوى جمهوررئېس به په افغانستان او پاکستان کې د ترهگرى ضد پالېسى باندى نوى کتنه وکړى.

XS
SM
MD
LG