د لاس رسي وړ اتصالات

یونیفم: په نړی کی د ښځو د حقوقو په هکله ډیر کم کار شوی دی


دا نوی رپورټ د هغو رپورټونو له جملی څخه دی چی د ښځو لپاره د ملگرو ملتونو د صندوق، یونیفم، له خوا په کال کې دوه ځلی خپریږی.

دا رپورټ، په ٢٠٠٨ کال کې د نړۍ د ښځو پیشرفت او څوک د ښځو په وړاندې ځواب وایي، تر عنوان لاندې دی.

رپوټ وایي ددې لپاره چې د ښځو وضیعت د سیاست، روغتیا، او اقتصاد له پلوه ښه شي، حکومتونه او چارواکي په دې هکله مسولیت لري.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی وایی د میندو روغتیا یوه له ستونزمنو برخو څخه ده چې ورو پرمختیا کوي.

‏"دا هیڅ د منلو وړ نه چې په هره دقیقه کې یوه میرمن د امیدوارۍ د عوارضو او یا د ماشوم د زیږولو په وخت مري. دا یوه خاموشه عاجله پیښه ده. اوس په دغو مړینو کې هیڅ رمز نه شته. ددې لپاره چې دغه ستونزه حواره کړو مونږ صرف دې ته اړ یو چې مخ پر ودې هیوادونه هغه څه ته لاس رسی پیدا کړي چې پرمختللي هیوادونه یې په ډیره کمه کچه عرضه کوي.

د ماشوم له زیږیدو دمخه صحي مرکزونه او روزل شوي صحي کارکوونکي چی د ولادت په وخت کی د میندو سره مرستې وکړی.‏"‎

د یونیفم دغه رپوټ ان مری گنز جوړ کړی.

هغه وایي چې د ښځو د وضیعت د ښه کولو د پرمختیا نشتوالی ښایي ددې معنی ولري چې په دوه زرم کال کې د ملگرو ملتونو اهداف چې په هغه کې د غربت او ساري امراضو راکمول شامل دي، تر ټاکلې مودې یعنی تر ٢٠١٥ پورې ترسره نه شي.

"د جنسی مساوات خبره هغه موضوع ده چی ددی اهدافو د ترسره کیدو مخه یی نیولی ده. که تاسو غواړی چی فقر او لوږه کمه کړی، که تاسو غواړی چی کار و بار زیات کړې چی د پس انداز سبب وگرځی، که غواړی د مور او د ماشوم د مرگ او میر سطحه راټیټه کړی او داسې نور، نو ښځې باید قدرتمنې شي. ځکه د ښځو عاید د کورنیو او ټولنې د ښیگړې لپاره په کاریږي."

د یونیفم رپوټ یو روښانه ټکي ته گوته نیسي. په نړیواله کچه د نجونو په زده کړه کې پرمختیا. همدارنگه نورې ستونزې یې هم په ډاگه کړي لکه پر ښځو ظلم او په هغوی باندی ناوړه تیری.

او د نورو ښځینه پولیسو د ټولگیو غږ هم کوي، لکه د هندوستان خاص ښځینه ځواکونه چې لایبربیا ته د تاو تریخوالي د له مینځه وړلو لپاره استول شوي وو.

XS
SM
MD
LG