د لاس رسي وړ اتصالات

په وال سټرېټ کې نن د اسهامو په مارکېټ اخېستل او پلورل ښه اوغښتلى وو


نن د پنجشنبى په ورځ د وال سترېت رپوټ واېې چې داسهامو بازار لږ پورته شوى او گټه ېې کړېده. له دغى گټى نه وروسته په دنېا کې د کمپپوټر مشهورى کمپنى اى بې اېم له توقع نه زېاته گټه کړېده.

دا قتصادى چارو تحلېل کوونکى واېې چې پانگه اچوونکى فکر کوى چې په نړېوال مارکېټ کې چې د نړېوال برخو کومه اندازه خرڅه شوېده ښاېې دهغو له امله په راتلونکېو ورځو کې په مارکېټ کې ثبات راشى.

نن د پنجشنبى په ورځ د اسېا په اکثرو بازارونو کې د اسهامو بېه ټېټه وه. خو د هانگ سېنگ د اسهامو بېه په هانگ کانگ کې درې فېصده جگه شوى وه.

ددى سب ښاېې داوى ې پانگه اچوونکېو دبانکونو د هغه اقدام په مقابل کې عکس العمل ښکاره کاوه چې وېل ېې د سود گټه ېې ېو نېم فېصد را ښکته کړېده.

د جنوبى کورېا په پاتخت سېوکې هم کله چې بانک اعلان وکړ چې د سود گټه ېې ېو فېصد څلورمه برخه راښکته کړېده نو داسهامو مارکېټ کې د ونډو بېه زېاته شوې وه.

په اوروپا کې هم د ورځى په نېماى کې د مهمو اسهامو شا خصونه دېو او دوه فېصدو ترمنځ لوړ شوى وو. په دې کې د لندن، پارېس فرانکفورت اسهام شامل دى.

داوو صنعتى هېوادونو د مرکزى بانک گورنران او د مالى وزېران به بل مجلس د جمعى په ورځ کوى.

د نړېوال وجهى صندوق چارواکى به هم خپل منظم مجلسونه په واشنگټن کې د شنبى او ېکشنبى په ورځ وکړى. توقع ده چې په اقتصاد کې وروستى تحولات به په دغو مجالسوکې د بحث مهمه موضوع وى.

XS
SM
MD
LG