پاکستاني چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي په صوبه سرحد کی ١٥ تنه وژلي او څو نور یې زخمي کړي دي .
مامورینو ویلي دي چی بم چونکي خپل بم په اوروگزیو کی یوې قبایلي جرگې ته نژدې وچاود . دا سیمه د پاکستان په اوو نیمه خودمختارو سیمو کی ډیره آرامه ده .
د امنیتي چارو مامورینو وویل چی قبایلي مشرانو په دې باب خبري کولې چی دا سیمه څنگه د یاغي طالبانو نه وساتی .