د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او مککین پر یوه بل باندی د بریدونو  په باب خبرې وکړی


د امریکا د جمهوري ریاست چوکی ته کاندیدان برک اوباما او جان مککېن پرون هم د خپل کمپاین په لړ کی خپلی انتخاباتي مبارزی ته دوام ورکړ.

پرون هغوی پر یوه بل باندی د بریدونو او انتقادونو په باب خبرې وکړی.

سناتور اوباما وویل هغه د ښاغلی مککېن د هغو هڅو ستاینه کوي چې پر دیموکرات کاندید اوباما باندی یی د قهرجنو جمهوري غوښتونکو د لا زیاتو انتقاودنو په مخنیوی هغوی کنترول کړل.

د جمعې په ورځ ښاغلي مککېن وروسته له هغه خپلو ملاتړو ته وویل چې سناتور اوباما د امریکا یو نجیب تبعه دی.

تر دې مخکی هم د مککېن د کمپاین ځینو ویناوالو د ښاغلی اوباما پوره نوم برک حسین اوباما اخیستو تر څو د امریکاییانو ترمنځ یو ډول ډاررا منځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG