د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا داتمې بټۍ په ړنگولو باندی لاس پوری کړیدی


شمالی کوریا وائې،اوس په یونگ بیون کې خپل اتمی مرکزپه داسی وخت کې ړنگوی چې امریکا دپیونگ یونگ حکومت دترورستی لست نه ایستلی دی.

د شمالی کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن د یکشنبی په ورځ په یوه خپره شوی اعلامیه کې د امریکا په دغه اقدام باندی خوشحالی څرگنده کړیده او وعده ئې وکړه چې د امریکا او د ملگرو ملتونو مفتشانوته اجازه ورکوی چې ددغې اتمی بټۍ ړنگول تفتیش کړی.

د امریکا حکومت وائې، پرون دشنبی په ورځ ئې شمالی کوریا دهغو دولتونو له لست نه وویستله چې د تروریزم ملاتړکوی، ځکه چې پیونگ ینگ د امریکا ټولې هغه غوښتنی ومنلی چې د اتمی مرکزونو دتفتیش په باب ئې کړی وی.

د جاپان صدر اعظم ‏(‎ تارو اسو‏)‎ وائې، دامریکا دغه اقدام به دټوکیو هغو کوښښونو ته تاوان ونه رسوی چې د هغو جاپانی اتباعوپه باره کې ئې کوی چې د نولسوه اویا او دنولسوه اتیا په لسیزوکې شمالی کوریا تښتولی وو.

جاپان غوښتی وچې شمالی کوریا دی ترهغې پوری دتروریزم په لست کې وی ترڅو چې دجاپانی اتباعو دتښتولو موضوع نوی حل شوی.

XS
SM
MD
LG