د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په بم چونه کې نهه کسان مړه او دېارلس زخمى شول


د عراق پولېس واېې چې لږ تر لږه نهه کسان مړه او د ېارلس کسان په هغه موټر بم کې زخمى شول چې نن د ېکشنبى په ورځ د بغداد په ېوه مشهور مارکېټ کې وچول شو.

د بغداد امنېتى چارواکى واېې چې دغه چاودنه د په ېوه مشهور مارکېټ کې باېعه کې چې اکثرېت شېعه گان پکى اوسېږى وشوه. دغه سېمه د پاېتخت بغداد په جنوب لوېدېزه برخه کې وشوه.

په ېوه جلا برېد کى پولېس واېې چې ېوه نښه وېشتونکى له پټ ځاې نه د بغداد په غربى سېمه کې دعراق دوه امنېتى چارواکى ووېشتل،. دا برېد نن د بغداد د المنصور په سېمه کې شوېدى.

رپوټ واېې چې په بغداد کې په دې نېژدى وخت کې مرگ ژوبله ډبېخى زېاته کمه شوېده ځکه چې امنېتى چارو ډېر انکشاف کړېدى.

خو ېاغېان تر اوسه پورې هم کولى شى چې په غېر منظم ډول ېو څه حملى وکړى.

بل پلو، مهاجرت نړېواله اداره واېې چې دعراق حکومت دوه سوه ملېونه ډالره ددې لپاره اختصاص کړېدى چې هغه څلور ملېونه عراقېان چې دهېواد په داخل کې بى کوره او بې ځاېه شوېدى بېرته په خپل ځاې شى.

په هغه نوي رپوټ کې چې په جنېوا کې خپور شو وېل کېږى چې ددې مهاجرېنو له جملى نه سل زره کسان بېرته بغداد ته راستانه شوېدى. دا کسان هغه وخت راستانه شوېدى چې د حکومت د پروگرم د عملى کېدو اعلان د سږ کال د سېپتمبر داولى نېټى نه وشو.

رپوټ داهم واېې چى له بهر نه ډېر کم مهاجران راستانه شوېدى. هغه مهاجر چې بغداد ته راستنېږى هغو په عراق کې له ېوه اېالت او ښار نه بل ښار ته تللى وو.

د راستنو شوو مهاجرو په جمله کې ٩٢ فېصده دغه را ز کسان دى.

د مهاجرت نړېوالى ادارې نطاق ژان فېلېپ امرېکا غږ ته ووېل د زمکى په سر شخړې دراستنېدونکېو مهاجرېنو لپاره ستر خنډ دى.

هغه ووېل چې حکوت ددغې ستونزې د حل کولو لپاره ېوڅه اقدامات کړېدى. په دې برخه کې ېوخوهغوکسانو ته پېسى ورکول شامل دى چې دمهاجرېنو په ځاېونو ېې قبضه کړېده.

XS
SM
MD
LG