د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'


د ایران یو اصلاح غوښتونکی وايي چې دی به د بل کال دجمهوري رېاست په انتخاباتو کې ودریږي او له جمهوررئیس محمود احمدي نژاد سره به مقابله و کړي.

ښاغلى احمدى نژاد غواړى چې د دوهمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

د پارلمان پخواني رئیس مهدي کروبي د ٢٠٠٩ کال د جمهوري ریاست له پاره خپل کاندیدل په تهران کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې اعلان کړل.

ده وویل چې احمدي نژاد په اقتصادي چارو او بهرنۍ پالیسۍ کې پاتې راغلی دی.

ده همدارنگه په احمدي نژاد باندې انتقاد وکړ چې دى د دوهمې نړیوالې جگړې په وخت کې د یهودیانود عامه وژنې نه انکار کوي.

ده وویل چې د احمدي نژاد دا څرگندونې په تیر وخت کې د هیواد لپاره په لوړه بیه تمامې شوي دي.

کروبي د ایران لمړنۍ سیاسي شخص دی چې د ایران د جمهوري انتخاباتو لپاره د کاندیدۍ اعلان کوي.

مگرد ښاغلی احمدي نژاد ملاتړ د ایران د ستر روحاني مشر ایات الله علي خامنه ای کوى. هغه په دې وختو کې د احمدي نژاد د جمهور رئیس کیدلو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG