د لاس رسي وړ اتصالات

د بالى د بم چاودنى شپږمه کلېزه ولمانځل شوله


نن د ېکشنبى په ورځ داندونېزېا په بالى کې هغه کسان چې په دوه زره دوه کې له بم چونى نه روغ پاتى شوى ول، دمړېو خپل او خپلوان او د حکومت چارواکى د سېلانېانو په دغه تفرېحى ځاى کې راټول شوى ول.

هغوى د بالى د بم چونى د شپږمى کلېزې په مناسبت راټول شوى ول. د بالې د نڅا په کلب کې په دوه زره دوه کال کې ېوه خونړى بم چونه شوى وه.

ددغى حملى پړه د جماعه اسلامېه په ترورېستى ډله باندى چې وېل کېږى له القاعده سره تړاو لرى ور اچول شوى وه.

رپوټ واېې چې په دغه بم چونه کې د ٢٢ ملکو نو له جملى نه ٢٠٢ کسان وژل شوى ول. داسترالېا دهېواد قربانېان تر ټولو زېات وو او شمېر ېې ٨٨ کسانو ته رسېده.

په شلهاو کسانو د استرالېا د سفېرهغو خبرو ته غوږ ونېو چې د استرالېا د صدراعظم کېون روډ وېنا ېې ولوستله د قربانېانو له خپلو خپلوانو او عزېزانو سره خواخوږې څرگنده کړله.

د انډونېشېا حکومت وعده وکړله چې په دغه پېښه کې درې مهم بم چوونکى به د سږکال تراخره پورې اعدام شى. دهغوى اعدامول تېره مېاشت د روژى د مېاشتى په سبب ځنډول شوى وو.

XS
SM
MD
LG