د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکرو په ناکراره قبېلوى سېمه کې ٢۴ افراطېان ووژل


د پاکستان امنېتى چارواکى واېې چې د حکومت عسکرو چې دافغانستان سرحد ته نېژدى ېې له القاعده سره په جگړه کې له هېلېکوپټرونو او توپونونه کارواخېست لږ ترلږه ٢۴ داسى کسان ېې ووژل چې له القاعده سره ېې تړاو درلود.

چارواکى واېې چې د توپونو ډزې د ېکشنبى په ورځد باجوړ په قبېلوى سېمه کې پېل شوى او نن تردوشنبى پورې ېې دوام درلود.

رپوټ واېې چې د حکومت د طرفدارو قبېلوى ټوپکو الاو او افراطېانو ترمنځ هم د ېکشنبى په ورځ په همدغه سېمه کې ټک او ټوک شوېدى. په دغو نښتو کې څلور افراطېان او دوه قبېلوى کسان مړه شوېدى.

د پاکستان پوځ واېې چې پوځ داگست له مېاشتى راهېسى په باجوړ کې عملېات پېل کړېدى او تردې وخته پورې لږ تر لږه زرتنه افراطېان په دغو عملېاتوکې وژل شوېدى.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې د پاکستان حکومت چارواکى نن د ملى اسامبلې له غړېو سره دترهگرى خلاف د مقابلى لپاره خپل هراړخېز پلان شرېکوى . تېره اونى دنظامى چارواکېو او استخباراتو د چارواکېو له خوانه د ملى اسامبلۍ غړېو ته په دې برخه کې لنډ معلومات ورکړل شو چې څنگه به دوى دافراطېانو سره دمقابلې لپاره ېو پراخه پلان جوړکاندى.

په پاکستان کې په دې تازه اونېو کې څو حملى شوېدى. په دې لړ کې وروستى ځان وژونکى برېد داسلام اباد د مېرېات په هوټل کې وشو او ترپنځوسو نه زېات کسان ېې ووژل.

د طالبانو مشران واېې چې دا حملى ددې لپاره کېږى چې پوځ د افراطېانو خلاف په شمال غربى قبېلوى سېمو کې علمېات کوى. د پاکستان حکومت په دې برخه کې دگاونډى هېواد افغانستان او امرېکا تر فشار لاندى دى دافغانستان او پاکستان په سرحد کې د طالبانو او القاعده خلاف سخت اقدامات وکړى. چارواکى واېې چې افراطېان د پاکستان له خاورې نه ېو مرکز په توگه استفاده کوى او له هغه ځاى نه په افغانستان کې پر عسکرو باندى برېدونه کوى.

پاکستاني مامورینو د یکشنبې په ورځ وویل د پاکستان په شمال لویدیځ کې د مشکوکو حمله کونکو له خوا د توغندیو په برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي چې اټکل دی پکې د القاعده د بهرنیو تندلارو یو تن هم ندی شامل.

د پاکستان داستخباراتو دوه مامورینو وویل په شمالي وزیرستان کې د میرانشاه د ښار پر سر دوه بی پیلوته الوتکې ولیدل شوې چی څو دقیقې وروسته بیا د گوگردو فابریکی ته نږدې پر یوه کور باندې توغندئ ولگید.

مامورینو د خپل هویت د څرگندولو نه ډه ډه وکړه ځکه دوي د مطبوعاتو سره دخبرو اجازه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG