د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د خپل سیال مککېن نه 'شپږ نمرې مخې ته دی'


د خلکو د رایو نوې سروې ښیي پداسی حال کې چې د امریکا د جمهوري ریاست عمومي انتخاباتو ته یوازې درۍ اونۍ پاتې دي، د دیموکرات گوند کاندید برک اوباما د خپل سیال جان مککېن نه شپږ نمرې مخې ته دی.

د رویتر او سي سپن له خوا شوې سروې هم نورو سروې گانو ته ورته نتیجې په ډاگه کوي او هغه دا چې ددیموکرات گوند کاندید د خلکو زیاته رایه په لاس کې لري.

ښاغلي مککېن پرون د واشنگتن نه بهر د ویرجینیا په ایالت کې د خپل انتخاباتي کمپاین د کارکونکو سره ولیدل او ویی ویل چې په خپل وروستي او دریم تلویزیوني بحث کې به چې ټاکل شوې د چهار شنبې په ورځ وشي، دیموکرات کاندید برک اوباما ته ماتې ورکړي.

XS
SM
MD
LG