د لاس رسي وړ اتصالات

پر عربي ملکونو د نړیوال مالي بحران اغېزې


په داسې حال کې چې ډیر عربي هیوادونه په دې وېره کې دي چې د روان نړیوال مالي بحران ناوړه اغېزې به پر دوی هم پرېوزي، خو د تیلو د قیمت راغوځېدو او د نړۍ په بازارونو کې د اسهامو د ارزښت راکمېدو ډیرو عربي هیوادونو ته لا له وخته صدمه رسولې ده.

عربي پانگه اچوونکي اوس د اروپا او متحده ایالاتو د مشرانو هغې پریکړې ته خوشبین دي چې وايي، د بحراني مالي سکتور سره باید حکومتونه مرسته وکړي.

له همدې آمله د دبۍ او ریاض په مهمو مالي بازارونو کې د اسهامو قیمت له اتو نه تر لسو فیصو لوړ شوی دی. په مصر، عمان او ابوظبي کې هم د اسهامو ارزښت له دریو نه تر پنځو فیصدو پورې لوړ شوی دی.

د تیرې اونۍ په جریان کې ډیرو پانگه اچوونکو وېره لرله چې روان مالي بحران به دوی ته هم زیان ورسوي خو ځینو نورو ته یې صدمه له وخته رسېدلې وه.

د تیلو د یوه بیرله قیمت له ٨٠ ډالرو نه راکښته کېدو د سعودي د پولي واحد د کنترول د ادارې رئیس، حامد سعود السیاري دې ته اړ باسی چې د العربیه تلویزیون ته ووايي چې په سعودي عربستان کې وضع تر کنترول لاندې ده...او که د تیلو قیمت یو بیرل ۴٥ ډالرو ته هم راولوېږي بیا به هم د خلیج هیوادونه گټه کوي.

په دوبۍ کې هم دا اندېښنې موجودي دي چې د مالي بحراني حالت اوږدېدل کیدای شي ددغه ځای مخ پر ودې د راکړې ورکړې بازار له جدي خطر سره مخ کړي.

خو چارواکي بیا وايي، ټولې چارې عادي او د معمول سره سم پر مخ ځي. د دوبۍ په هوايي میدان کې یو نوی ټرمینل پرانیستل کیږي او د څو اسمان څکالو د جوړولو پروژې تصویب شوي دي.

په عربي ملکونو کې ددغو تازه خوشبینیو سره سره، د قطر مشهور مفتي یوسف القرداوي ويلي، کپیټلیزم یا د پانگوالئ نظام ناکام شوی دی او نړۍ باید اسلامي اقتصادي نظام غوره کړي. د نړۍ هغه بانکونه چې د اسلامي مالي نظام پر اساس کار کوي، سود نه ورکوي.

په لبنان کې، ځینې بنسټ پالي کسان بیا وايي، روان مالي بحران کیدای شي امریکا اړ باسي چې ډیر ژر به له عراق او افغانستان نه خپل عسکر راوباسي.

خو د لبنان د صنعتي پارکونو د اتحادیې رئیس فدي عبود په دې نظر دی چې د روان مالي بحران له آمله ټولې عربي نړۍ ته یو شان صدمه نده رسېدلې.

هغه وايي: ”هغه ملکونه چې بانکونه یې ډیر له امریکايي مارکیټ سره سروکار لري، د لبنان په نسبت یا د سوریې په نسبت چې له لویدیځې نړۍ سره هیڅ کار نلري، زیاته صدمه ویني. دا چې د خلیج په هیوادونو کې د لویدیځ د مارکیټونو موجودیت ډیر زیات دی، په همدې خاطر دغو ملکونو ته د سیمې د نورو ملکونو په نسبت زیات تاوان رسیږي”.

د بیروت د ډیلي سټار ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د لبنان په بانکونو کې د اروپا او متحده ایالاتو نفوذ ډیر زیات دی او له همدې آمله دغه ملک کیدای شي د نورو عربي ملکونو په نسبت قوي صدمه وویني.

XS
SM
MD
LG